مناسبې اسانتیاوې (Reasonable Adjustments)
مناسبې اسانتیاوې کوچني بدلونونه دي چې لوی بدلون راوستلی شي. دا د هغو کسانو سره مرسته کوي چې کله روغتون یا نورو روغتیایي ملاقاتونو ته ځي، اضافي ملاتړ ته اړتیا لري.
د قانون له مخې، د روغتیا او پاملرنې کارکوونکي باید مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي. دا د Equality Act 2010 برخه ده.
موږ به مناسبې اسانتیاوې ستاسې په روغتیایي ریکارډ کې ولیکو. دا مرسته کوي چې ډاډ ترلاسه کړو تاسې اړین ملاتړ ترلاسه کوئ.
د مناسبو اسانتیاوو بېلګې/مثال
ژباړن او ژباړه
· د ژباړن یا د ژباړې خدمت کارول.
· که د ملاقات لپاره ژباړن ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ له هغه څانګې سره اړیکه ونیسئ چې تاسې ورځئ. هغوی به دا ملاتړ درته برابر کړي.
د اړیکې ملاتړ
تاسې کولی شئ موږ ته ووایاست چې څنګه اړیکه غوره ګڼئ. دا کېدای شي:
· د ټیلیفون له لارې
· د ایمیل له لارې
· د متني پیغام له لارې
موږ همدارنګه کولی شو:
· د تشریح لپاره انځورونه وکاروو
· ټکنالوژي وکاروو لکه ټابلیټ، ټیلیفون، یا ډیجیټل قلم
· معلومات په نورو بڼو برابر کړو، لکه Easy Read یا Braille
نور د ملاتړ اختیارونه
موږ کېدای شي دا هم تاسو ته برابر کړو:
· د ورځې لومړنی یا وروستی ملاقات
· اوږد ملاقات (مثلاً دوه برابره وخت)
· په هغه کلینیک کې ملاقات چې تاسې ورسره بلدتیا لرئ (که موجود وي)
· د کمې رڼا لرونکې د کلینیک خونه (که موجوده وي)
· جلا د انتظار ځای (که موجود وي)
· انعطاف منونکي د ملاقات/لیدنې وختونه، که مناسب وي
· یو څوک چې له تاسې سره راشي تر څو یادداشت واخلي یا ستاسې په استازیتوب خبرې وکړي. دا کس د کورنۍ غړی یا مسلکي شخص کېدای شي.
که بل کوم څه وي چې موږ وکولای شو تاسې سره مرسته وکړو، مهرباني وکړئ موږ ته ووایاست.
کېدای شي تاسې ته د مناسبو اسانتیاوو په اړه ستاسې په ټاکلې ژبه متني پیغام درولېږل شي. تاسې کولی شئ پیغام ته ځواب ورکړئ یا هغه خدمت ته زنګ ووهئ چې تاسې ورته راجع شوي یاست.